د حماس پوځي څانګې اعلان کړی چې د دغه غورځنګ یو لوړپوړی قوماندان، د غزې په سوېل کې د اسرائیل په هوايي برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
رویټرز نن (یکشنبه) راپور ورکړی چې د حماس دغه قوماندان ۵۳ کلن سمیر ابو یونس د شنبې په ورځ د اسرائیل په هوايي برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپور له مخې، ابو یونس د حماس د پوځي څانګې د رفح لوا قوماندان و او له ۱۹۹۱ کال راهیسې یې د القسام لوا غړیتوب درلود.
د روغتیايي سرچینو په وینا، دغه هوايي برید د غزې تړانګې په سوېل کې د خانیونس ښار د المواصي سیمې پر یوه سړک شوی او له امله یې یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د غزې د اوربند له ټینګېدو وروسته پراخې جګړې درېدلې، خو د اسرائیل بریدونه په بشپړ ډول نه دي بند شوي.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د اوربند له پلي کېدو راهیسې لږ تر لږه ۱۶۰۰ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اسرائیل په برید کې د حماس یوه قوماندان ژوند له لاسه ورکړ

![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)