- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د امریکا یو شمېر ډیموکراټانو د جګړې وزیر د استیضاح غوښتنه کړې

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت پر کړنو د نیوکو له زیاتېدو وروسته، د دغه هېواد د استازو جرګې یو شمېر ډیموکراټ غړو د هغه د استیضاح غوښتنه کړې ده.
نیوکه کوونکي هېګسېت له خپلو صلاحیتونو په ناوړه ګټې اخیستنې، د ملي امنیت په کمزوري کولو او له ایران سره د جګړې په ناسم مدیریت تورنوي.
د امریکا د استازو جرګې د ډیموکراټانو مشر حکیم جفریز ویلي چې دی او د ګوند نور غړي به د هېګسېت د استیضاح له طرحې ملاتړ وکړي.
حکیم جفریز ویلي: «د هېګسېت د استیضاح له طرحې د ملاتړ په اړه زما ځواب په څرګنده هو دی. هغه څوک چې په اصطلاح د دفاع وزیر بلل کېږي، له خپلو صلاحیتونو یې ناوړه ګټه اخیستې، زموږ ملي امنیت یې کمزوری کړی او له ایران سره یې د دې خپل‌سرې او لګښت لرونکې جګړې د پیل زمینه برابره کړې ده؛ هغه جګړه چې د امریکا د خلکو لپاره یې بیې په بې‌ساري ډول لوړې کړې دي.»
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل جګړې وزیر له کړنو دفاع کړې او ویلي یې دي چې هېګسېت خپلې دندې په ښه توګه ترسره کوي.
ټرمپ په دې اړه ویلي: «کله چې د پیټ هېګسېت په اړه خبرې کوئ، زما موخه دا ده چې هغه د دوو لاملونو له کبله تر نیوکو لاندې راغلی دی؛ لومړی دا چې په دوو جګړو کې بریالی شوی او دویم دا چې موږ په جګړه کې د ایران اټومي وړتیا له منځه یووړه او ښايي اسراییل مو وژغوره.»
له بلې خوا، پیټ هېګسېت د خپل استیضاح هڅې سیاسي او بې‌بنسټه بللې او ویلي یې دي چې د دغو فشارونو پر وړاندې به شاتګ ونه کړي.
هغه له ایران سره د امریکا جګړه «زړوره او تاریخي» بللې او ادعا یې کړې چې مخالفان یې د ده او د هغه تر مشرۍ لاندې ادارې د اغېزناکو کړنو له امله پرې نیوکې کوي.
د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت ویلي: «هغوی پر ما بریدونه کوي او په حقیقت کې پر موږ بریدونه کوي، ځکه موږ اغېزناک کار کوو؛ خو دا هڅې به پایله ونه لري. موږ به شاتګ ونه کړو. موږ به تل، پرته له دې چې بښنه وغواړو، امریکا او د دغه هېواد پوځیان په لومړیتوب کې وساتو. دا مبارزه به د کانګرېس د اوسنۍ دورې په وروستیو کې هم دوام ولري.»
دا نیوکې داسې مهال مطرح کېږي چې د ټرمپ اداره د یو نیم ټریلیون ډالرو دفاعي بودیجې د تصویب هڅه کوي.

- Advertisment -spot_img