- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کانګو خپل ۶۶ پوځیان په اعدام محکوم کړي

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت یوې نظامي محکمې د دغه هېواد ۶۶ پوځیان د بغاوت او له دښمن څخه د وېرې په تور په اعدام محکوم کړي دي.
د ملګرو ملتونو اړوند رسنۍ «اوکاپي راډیو» پرون (یکشنبه) راپور ورکړی چې دغه محاکمه د شمالي کیوو ولایت په ګوما پوځي قرارګاه کې شوې او له ۷۰ ډېر پوځیان پکې شته وو.
د راپورونو له مخې، څلورو پوځیانو له مطرح شویو تورونو څخه برائت ترلاسه کړی او یو بل سرتېری په ۱۰ کاله بند محکوم شوی دی.
محکوم شوي سرتېري د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د پوځ د ۳۴۱۵م کنډک غړي وو چې د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د اکتوبر په ۲۰مه په «والیکاله» سیمه کې نیول شوي وو.
د کانګو پوځ دا محاکمه د دغه هېواد په ختیځ کې د امنیتي بحران پرمهال د وسله‌والو ځواکونو په لیکو کې د پوځي نظم د پیاوړتیا لپاره د هڅو یوه برخه بللې ده.
تر دې مخکې د اکتوبر په میاشت کې هم د کانګو یوې بلې نظامي محکمې د AFC/M23 ډلې له وسله‌والو سره د نښتو پر مهال د بزدلۍ او له لومړۍ کرښې د شاتګ په تور ۲۷ پوځیان په اعدام محکوم کړي وو.
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې د دولتي ځواکونو او د «ملت بیارغونې» (FRN) په نوم د وسله‌والو ډلو ترمنځ نښتې لا هم جریان لري چې له امله یې ملکي وګړو خپلې مېنې پرېښې دي.

- Advertisment -spot_img