د پاکستان سوداګریز کسر ۱۶ سلنه زیات شوی
د پاکستان سوداګریز کسر د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې، له جولای څخه تر اکتوبر پورې، ۱۶ سلنه زیات شوی او ۱۴ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. د دغه زیاتوالي اصلي لامل د وارداتو چټک لوړوالی او د صادراتو ورو وده بلل شوې ده.
د سوداګریز کسر زیاتوالی ښايي د پاکستان پر بهرنیو پورونو او نړیوالو مالي بنسټونو د دغه هېواد تکیه نوره هم زیاته کړي.
د پاکستان د احصایې ادارې د شمېرو له مخې، د تېر مالي کال د همدې مودې پرتله د دغه هېواد سوداګریز کسر دوه میلیارد ډالره زیات شوی دی.
د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د پاکستان واردات ۲۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې پرتله دوه میلیارده او ۹۰۰ میلیون ډالره، یا ۱۲،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
په مقابل کې، د پاکستان په صادراتو کې یوازې لږ زیاتوالی راغلی دی. د جولای او اکتوبر ترمنځ د دغه هېواد ټول صادرات ۱۱ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه ډالره وو چې د تېر مالي کال د همدې مودې پرتله یوازې ۸۹۰ میلیون ډالره زیات دي.
په دې موده کې د پاکستان میاشتني واردات په منځنۍ کچه ۶،۵ میلیارد ډالره او صادرات یې ۲،۸ میلیارد ډالره وو.
د سوداګریز کسر د زیاتوالي دغه شمېرې په داسې حال کې خپرې شوې دي چې د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي، سعودي عربستان تېره میاشت له دغه هېواد سره د درې میلیارد ډالرو پور د بېرته ورکړې موده وغځوله.
د پاکستان د مالیې وزارت منشي امدادالله بوسال یوې پارلماني کمېټې ته ویلي، دغه هېواد باید خپل بهرني پورونه بېرته ورکړي، خو حکومت هڅه کوي چې د دوهاړخیزو او سوداګریزو پورونو د بېرته ورکړې موده وغځوي.
د هغه په وینا، حکومت د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو د ساتلو لپاره په دوامداره توګه د نویو بهرنیو پورونو په لټه کې هم دی.
د پاکستان صدراعظم ژمنه کړې چې له نړیوال وجهي صندوق سره د دغه هېواد ۲۵م پروګرام به د پاکستان په تاریخ کې وروستی پروګرام وي او ټاکل شوې د راتلونکي کال په سپټمبر کې بشپړ شي. خو د دغه دریځ عملي کېدل به په راتلونکو کلونو کې څرګند شي.
د پاکستان مرکزي بانک اټکل کړی چې د روان مالي کال په ترڅ کې به د دغه هېواد واردات ۷۱ میلیارد ډالرو ته ورسېږي. د دې زیاتوالي یو مهم لامل د انرژۍ د وارداتو د لګښتونو لوړوالی بلل شوی دی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)