سعودي عربستان له ترکیې او پاکستان سره د دفاعي همکاریو له تړون وروسته دا ځل له سوریې سره د دفاعي همکاریو هوکړه لاسلیک کړې ده.
د راپورونو له مخې چې د دفاعي همکاریو دا هوکړه د سعودي عربستان او سوریې د دفاع وزارتونو ترمنځ لاسلیک شوې ده.
دا هوکړه ریاض ته د سوریې د حکومت مشر، احمد شرع د سفر پرمهال لاسلیک شوې، او نوموړي د سعودي عربستان له ولیعهد، محمد بن سلمان سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
که څه هم تر اوسه د دې هوکړې په اړه نور جزییات نه دي رسنیز شوي، خو رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې اوسمهال سوریه د یمن حوثیانو پر وړاندې له سعودي سره د مرستې پر لارو چارو غَور کوي.
دا هوکړه داسې مهال لاسلیک کېږي چې په وروستیو کې د سعودي عربستان او یمن حوثیانو ترمنځ جګړې زور اخیستی او دواړو لوریو یو پر بل خونړي بریدونه کړي دي.
په ورته مهال یو شمېر هېوادونو پر سعودي عربستان د یمن حوثیانو بریدونه غندلي او د سعودي پر ملاتړ یې اعلامیې خپرې کړې دي.
د قطر په ګډون دغو هېوادونو د حوثیانو بریدونه په سیمه کې د ناامنۍ لامل بللي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)