- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عزیزي ګروپ په کابل کې د سرطان او نسايي ولادي روغتونونو د جوړولو کار پیل کړ

جعزیزي ګروپ کابل کې د سرطان د درملنې د یوه روغتون د جوړولو د کار د عملي پیل خبر ورکړ.

د ګروپ مشر میرویس عزیزي خبریالانو ته وویل چې په یاد روغتون کې به درملنه وړیا وي او ترڅنګ‌یې د نسايي ولادي یو روغتون او یو طبي پوهنتون هم جوړېږي.

عزیزي خیریه بنسټ په لیکلي پیغام کې وویل چې د «بي‌بي فرشتې عزیزي» طبي کمپلکس د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ۵۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت د عزیزي پر شخصي ځمکه جوړېږي.

فرشتې عزیزي د میرویس عزیزي لور، په ۲۰۲۴ م کال کې د سرطان د ناروغۍ له امله په ۲۳ کلنۍ ژوند له لاسه ورکړ.

یاد طبي کمپلکس به چې اداري او مقدماتي چارې یې بشپړې شوې دي، ۴۰۰ بستریز د سرطان د ناروغیو د تشخیص او درملنې روغتون او ۲۰۰ بستریز زېږنتون ولري.

تېره میاشت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم د سرطان د درملنې لپاره د ۱۰۰ بستریز خیریه روغتون د جوړولو خبر ورکړی و.

په افغانستان کې له سرطان سره د مبارزې بنسټ په دې وروستیو کې وویل چې د نړیوالو ادارو او د دوی د معلوماتو پر بنسټ تر یو نیم میلیون ډېر افغانان په دې ناروغۍ اخته دي.

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه شمېر نه‌تأییدوي، خو په ۲۰۲۰ کال کې د جمهوریت په دوران کې یاد وزارت ویلي و چې هر کال په هېواد کې د سرطان ۲۳ زره نوې پېښې ثبتوي چې د هغو له‌منځه ۱۶ زره د دې ناروغۍ له کبله مړه کېږي.

- Advertisment -spot_img