- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو په اړه د ایرلنډ اندېښنه

په ملګرو ملتونو کې د ایرلنډ د دایمي استازولۍ مرستیالې د افغانستان د ځوانانو د وضعیت د ارزونې په غونډه کې د نجونو پر زده‌کړو د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوالا ني مویرچیرتي ویلي، چې له زده‌کړو د ښځو او نجونو محرومول به د افغانستان راتلونکی له جدي پایلو سره مخ کړي.
هغې زیاته کړې، چې د ۱۴۰۰ لمریز کال له زمري میاشتې راهیسې افغان ځوانانو ژور سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بدلونونه تجربه کړي، چې له امله یې زده‌کړو او د ژوند د اړتیاوو پوره کولو فرصتونو ته د هغوی لاسرسی محدود شوی او په عامه ژوند کې یې د ګډون زمینه کمه شوې ده.
په ملګرو ملتونو کې د ایرلنډ د دایمي استازولۍ مرستیالې، نوالا ني مویرچیرتي ویلي: «لا هم میلیونونه نجونې د زده‌کړو له بنسټیز حق څخه محرومې دي؛ دا د پرله‌پسې زیاتېدونکو محدودیتونو پایله ده، چې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو د بندیز دوام هم په کې شامل دی. د ایرلنډ له نظره، زده‌کړو ته له لاسرسي د ښځو او نجونو محرومول او له عامه ژوند څخه د هغوی څنډې ته کول، له بنسټیزو حقونو او آزادیو څخه ښکاره او جدي سرغړونه ده.»
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د تحصیلي بورسونو، انلاین زده‌کړو، تخنیکي روزنو او کاري فرصتونو د برابرولو له لارې د افغان ځوانانو ملاتړ وکړي.
هغه همداراز ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید له واکمنو چارواکو سره په تعامل کې بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي او د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او نجونو ته د زده‌کړو د حق د برابرولو لپاره هڅې وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ ویلي: «په افغانستان کې دننه ځوانانو ته فرصتونه برابر کړئ او ډاډ ترلاسه کړئ، چې افغان ځوانان، په ځانګړې توګه ځوانې ښځې او د څنډې ته شویو ټولنو غړي، د افغانستان د راتلونکي په اړه په نړیوالو خبرو اترو او پرېکړو کې په ماناداره توګه ګډون ولري.»
په همدې حال کې، د هېواد یو شمېر زده‌کوونکې نجونې هم غوښتنه کوي، چې د نجونو او ښځو پر مخ دې د ټولو تړل شویو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل شي.

د ښځو حقونو فعالې، تفسیر سیاه‌پوش ویلي: «په افغانستان کې نجونې او ځوانې ښځې له محدودیتونو سره مخ دي او ناهیلې شوې دي. ځوان هلکان هېواد پرېږدي. نو وګورئ، نن ورځ ځوانان له پامه غورځول کېږي او دغو غونډو زموږ لپاره کومه اغېزه نه ده لرلې.»
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د خپل استازي له ګډون پرته د دا ډول غونډو جوړېدل د افغانستان د خلکو لپاره بې‌پایلې بللي وو. طالبانو همدا راز د زده‌کړو موضوع د هېواد له کورنیو مسایلو څخه بللې او ټینګار یې کړی، چې هېوادونه او سازمانونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

- Advertisment -spot_img