د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو په خپلو تازه څرګندونو کې په کلکه خبرداری ورکړی چې افغان ښځې په عامه فضا کې له شتون څخه په بشپړ ډول محرومې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې دغه سیستماتیک تبعیض نه یوازې د ملیونونو نجونو او ښځو راتلونکی، بلکې په افغانستان کې د هر ډول تلپاتې ثبات او سولې تمه هم له جدي خطر سره مخ کوي.
ښاغلي بارو څرګنده کړې چې په داسې یو بحراني حالت کې فرانسه بېتفاوته نه پاتې کېږي. دا مسله د فرانسې چارواکو د «ماري کلیر» مؤسسې په غونډه کې هم په ډاګه کړه.
فرانسې په خپلو عملي ژمنو کې ویلي چې د کابل له پرځېدو راهیسې یې په ګاونډیو هېوادونو کې د ویزو په ورکولو سره د ۱۷ زره افغان ښځو او نارینه وو هرکلی کړی او خپلې خاورې ته یې انتقال کړي دي.
همدارنګه، د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د دغه هېواد بشري مرستو د ۱۰۰ زره روغتیايي معایناتو او د ۳ زره خوارځواکه ماشومانو پالنې زمینه برابره کړې ده.
د دې تر څنګ، ۳۵ زره نجونو ته د ښه کیفیت لرونکو ښوونیزو خدمتونو لاسرسی برابر شوی او ۶ بشري انتقالات هم ترسره شوي چې نږدې ۱۰۰ زره ټنه اړینې مرستې یې استولې دي.
د مستند کولو او عدالت په برخه کې، فرانسې د خپلو اروپايي شریکانو په مرسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له لوري د یو خپلواک میکانیزم پرېکړه ترلاسه کړې ده.همدارنګه، د نړیوالې جنايي محکمې له لارې د رژیم د ځینو مسؤولینو پر ضد د نیولو امرونه هم صادر شوي دي.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، افغان ښځې او نجونې په تدریجي توګه د ټولنیز او عامه ژوند له ټولو اساسي برخو لکه زدهکړو، پوهنتونونو، کار او عدالت ته له لاسرسي څخه بېبرخې شوې دي، چې د نړیوالې ټولنې سخت غبرګونونه یې پارولي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)