- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د منځني ختیځ په اړه د ایران او امریکا ضد او نقیض خبرې

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ادعا کړې چې له ایران څخه یې جګړه ګټلې او پر «هرمز تنګي» یې ولکه ټینګه کړې ده. خو د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان بیا ویلي چې «دښمن» به ایران د بریدونو په وسیله تسلیمۍ ته اړ نه کړای شي.
ټرمپ په واشنګټن کې د وینا پرمهال ویلي چې له ایران سره په جګړه کې بریالي شوي، او هر مز تنګی هم د دوی په کنټرول کې دی.
بلخوا د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان بیا ویلي چې دښمن به ایران د جګړې او بریدونو له لارې تسلیمۍ ته اړ نه کړي، او تهران د خبرو له لارې د روان کړکېچ د حل لپاره هڅې کوي.
پزشکیان ویلي چې د ایران مذهبي مشر د ستونزو د حل واک حکومت ته سپارلی، او د ایراني وګړو د ژوند ښه کولو لپاره هڅې پیل شوې دي.
ټرمپ او پزشکیان دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د منځګړو له لارې خبرې روانې دي.
بلخوا ځینو امریکایي کارپوهانو داسې اټکلونه هم کړي چې امریکا ښايي دا ځل پر ایران اټومي برید وکړي.

- Advertisment -spot_img