- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

قرغیزي پلاوي له افغانستان سره سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس، محمد جبران مدثر له یو شمېر افغان سوداګرو او صادرونکو سره یو ځای په کابل کې د قرغیزستان له سفیر «توردیکان سیدیکوف» سره کتلي دي.
د یادې خونې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو پر اسانولو او قرغیزستان ته د افغان سوداګرو د پلاوي سفر ته د زمینې پر برابرولو خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي مدثر له قوله د غلو دانو په برخه کې قرغیزستان د سیمې په کچه د افغانستان مهم سوداګریز شریک بلل شوی دی.
نوموړي همداراز وړاندیز کړی چې د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د قرغیزستان بازار له ظرفیتونو سره د افغان سوداګرو د لا بلدتیا په موخه دې د افغانستان خصوصي سکټور پلاوي لپاره دغه هېواد ته یو سوداګریز او سیاحتي سفر تنظیم شي.
“د دغه ډول سفرونه به افغان سوداګرو او پانګوالو ته ښه فرصت برابر کړي، څو د قرغيزستان تولیدي ظرفیتونو، سوداګریزو اسانتیاوو او د پانګونې فرصتونو د نږدې کتنې ترڅنګ د ګډو همکاریو او راتلونکو عملي ګامونو په اړه هم خبرې او ارزونې وکړي.“
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې دا هم لیکلي چې بلخوا په کابل کې د قرغیزستان سفیر له دغو وړاندیزونو هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
هغه ډاډ څرګند کړی چې د خپل هېواد له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به قرغیزستان ته د افغانستان د سوداګرو پلاوي د سفر زمینه برابره کړي.

- Advertisment -spot_img