وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره یو لړ بدلونونه چمتو کوي چې له مخې به یې د دې اپلېکېشن پاڼه نوې بڼه خپله کړي او کاروونکي به وکولی شي په خپلو شخصي حسابونو کې د پوښ عکس یا کاور فوټو هم وټاکي.
دا بدلونونه د اندروېډ موبایلونو لپاره د وټساپ په نوې آزمیښتي (بېټا) بڼه کې لیدل شوي دي.
د «WABetaInfo» وېبپاڼې د راپور له مخې، د مېټا اړوند په دې پیغاملېږدوونکي اپلېکېشن کې یوه نوې ځانګړنه جوړېږي چې کاروونکو ته به اجازه ورکړي د خپلو شخصي حسابونو لپاره د پوښ توصیر وټاکي.
دا ځانګړنه د فېسبوک د کاور فوټو/ پوښ عکس ته ورته ده، خو تر اوسه په وټساپ کې یوازې د سوداګریزو حسابونو لپاره موجوده وه.
کاروونکي به دا واک هم ولري چې څوک یې کاور فوټو/ عکس لیدلی شي.
کاور فوټو به د کاروونکي د اوسني پېژند عکس ځای نه نیسي، بلکې دواړه تصویرونه به په یوه وخت کې ښودل کېږي.
د راپور له مخې، په نوې کاور فوټو پاڼه کې به د پروفایل عکس تر شا او په منځنۍ برخه کې ځای پر ځای شي. له دې سره به د حساب برخه منظمه او نوې بڼه خپله کړي.
دا چې دغه ځانګړنه لا هم په آزمیښتي پړاو کې ده، نو لا څرګنده نه ده چې کله به ټولو کاروونکو ته وړاندې شي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)