د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو ټول وړاندیزونه لا هم د خبرو لپاره پر مېز دي، خو مسکو باید لومړی دا وارزوي چې کومه حللاره د روسیې له ګټو سره سمون لري.
پوتین ویلي، روسیه له تېرې اوونۍ د پارلماني ټاکنو وروسته له اوکراین سره د خبرو بیا پیلولو ته چمتو وه، خو د ده په وینا، پر مسکو او د رایې ورکولو پر مرکزونو وروستیو بریدونو وضعیت بدل کړی دی.
هغه زیاته کړې چې روسیه به د خپلو ګټو له مخې د راتلونکو ګامونو په اړه پرېکړه وکړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)