د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزي ویلي، چې د هغې لپاره غازي امانالله خان اتل دی، نه احمدشاه مسعود.
بارکزي ویلي، د ځینو خلکو لپاره ملا عمر او د ځینو نورو لپاره احمدشاه مسعود اتل دی، خو نوموړې غازي امانالله خان خپل اتل ګڼي.
هغې زیاته کړې، که احمد مسعود د خپل پلار په څېر د جهادي قوماندان په توګه په پاکستان کې روزل شوی وای او د پاکستان د استخباراتو په ملاتړ افغانستان ته راغلی وای، نو نوموړې به له هغه سره هم مخالفت کړی وای.
د بارکزي دغه څرګندونې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې شوې وې، خو د احمدشاه مسعود د وژل کېدو د ۲۵م تلین په مناسبت یو ځل بیا د پام وړ ګرځېدلې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)