د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي، په افغانستان کې د ښيلاس موټرو د تګراتګ د راکمولو او پړاو په پړاو درولو بهیر روان دی او ښايي په راتلونکي کې د دغو وسایطو تګراتګ په بشپړه توګه منع شي. د دغه وزارت ویاند په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د موټرو د سټیرنګ د ښي لوري څخه چپ لوري ته د اړولو هڅې هم روانې دي. د هغه په وینا، دغه ګام د ترافیکي چارو د سمون، د ترافیکي پېښو د کمېدو او د هېواد پر سړکونو د نظم د ټینګښت په موخه پورته شوی دی.



