رادیو او تلویزیون «راهفردا» د څو میاشتو تر ځنډ وروسته بیا خپل فعالیت پیل کړی دی. دغه رسنۍ ویلي چې د نوي جواز له ترلاسه کولو او د خپرونو د کیفیت تر HD لوړولو وروسته یې خپل نشرات بېرته پیل کړي دي. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مکتوب کې ویل شوي چې د دې رسنۍ لپاره «سلمان اخلاقی» د امتیاز څښتن او «عبدالرحمن میرزاد» د مسوول مدیر په توګه ټاکل شوي او نشرات باید د «طالبانو حکومت» د اصولو سره سم ترسره شي. په مکتوب کې، چې کاپي یې د «راهفردا» په فیسبوک پاڼه خپره شوې، ویل شوي چې د دې رسنۍ پخوانی جواز د محمد محقق له نومه اخیستل شوی او دغو دوو کسانو ته انتقال شوی دی. نشرات د تېر کال په جریان کې د سیاسي اختلافاتو وروسته بند شوي وو.



