د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا به نن شپه پر ایران «ډېر سخت» برید ترسره کړي. ټرمپ همدارنګه ادعا کړې چې امریکا به د خارک ټاپو او د ایران د نفتو اړوند نور مهم تأسیسات تر خپل کنټرول لاندې راولي او د دغه هېواد د نفتو او ګازو پر بازارونو به بشپړ واک ولري. هغه زیاته کړې: «هماغه کار به وکړو چې له ونزوېلا سره مو کړی و.»



