د پاکستان اردو اعلان کړی چې د دغه هېواد یو پوځي هلیکوپتر د کشمیر د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمه کې، د مظفرآباد ښار ته نږدې رالوېدلی او په پایله کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي. د پوځ د معلوماتو له مخې، پېښه د چهارشنبې په ورځ رامنځته شوې، خو تر اوسه د سپرلیو د شمېر او د پېښې د کره علت په اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي. پوځي چارواکو ویلي چې د پېښې د علت د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي. تر اوسه د دې پېښې په اړه د خپلواکو سرچینو له لوري د جزئیاتو تایید نه دی شوی.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)