یکشنبه, جون 7, 2026
یکشنبه, جون 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یوناما په هرات کې د ښځو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه

یوناما په یوه بیان کې د طالبانو له خوا په هرات کې د ښځو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام جدي بشري حقونو اندېښنې راپورته کړې دي. دې ادارې ویلي چې دا ډول پېښې د وګړو د اساسي حقونو او ازادیو د رعایت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي او له طالبانو یې غوښتي چې د ټولو خلکو بنسټیز حقونه رعایت کړي. یوناما ټینګار کړی چې ټول افراد د تګ راتګ ازادي لري او ښځې او نارینه باید د قانون پر وړاندې برابر وي. د سرچینو په وینا، په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۲۰ ښځې په ښار هرات کې نیول شوې دي او د عامه ترانسپورت چلوونکي هم له دې منع شوي چې هغه ښځې انتقال کړي چې بې محرم یا د طالبانو د ټاکل شوي پوښښ پرته وي. تر دې وړاندې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په هرات کې خبرداری ورکړی و چې هغه ښځې چې ټاکل شوی حجاب مراعت نه کړي، کېدای شي ونیول شي.

    - Advertisment -spot_img