د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ماښام د هغو راپورونو په غبرګون کې چې ګواکې تهران په یو اړخیز ډول خبرې ځنډولې دي، ویلي چې د دغو خبرو پای ته رسېدل ورته هېڅ اهمیت نه لري. ټرمپ له سياېنبيسي شبکې سره په مرکه کې وویل: «په رښتیا سره ووایم، ماته هېڅ اهمیت نه لري چې خبرې پای ته رسېدلې دي. رښتیا هم راته مهمه نه ده.» دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ایراني رسنیو د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو او پیغامونو د تبادلې د بهیر د درېدلو خبر ورکړی دی. د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې له اېنبيسي شبکې سره په مرکه کې ویلي وو چې واشنګټن د یوې موافقې لپاره بېړه نه لري او که خبرې ودرېږي، متحده ایالات به د ایران پر وړاندې د فشار پالیسۍ او د سمندري محدودیتونو ته دوام ورکړي. دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو د دوام او د احتمالي توافق د راتلونکي په اړه د لا زیاتې ناڅرګندتیا نښه بلل کېږي.



