چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

راپور: د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر ښايي ژر تهران ته سفر وکړي

د العربیه ټلوېزیوني شبکې د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز، جنرال عاصم منیر، ښايي په نږدې راتلونکې کې تهران ته سفر وکړي. د راپور له مخې، دا سفر په داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې د مسودې د وروستي کولو لپاره جدي ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي. سرچینو زیاته کړې چې د خبرو اترو راتلونکی پړاو به احتمالاً په اسلام‌اباد کې ترسره شي، څو د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو بهیر مخته ولاړ شي. تر اوسه د پاکستان، ایران او امریکا چارواکو په رسمي ډول د یاد سفر او د خبرو اترو د راتلونکي پړاو په اړه څه نه دي ویلي.

- Advertisment -spot_img