یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کونړ کې په یوه کور کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د طالبانو د حکومت یوې باوري سرچینې په کونړ کې په یوه کورکې د چاودنې پخلۍ وکړ، خو وایي چاودنه د پخوانیو چاودیدونکو موادو د چاودلو له امله رامنځ ته شوې ده. یادې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې په ډاګه شي ویلي، چې چاودنې مرګ ژوبله اړولې، خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي. د کونړ د عامې روغتیا ریاست یوې سرچینې هم تایید کړه، چې چاودنه د پیچ درې په کنډه ګل کلي کې رامنځته شوې او د پیښې له ځایه مړي ټپیان د کونړروغتون ته لیږدول شوي. یادې سرچینې د مړو او ټپیانو دقیق شمېر نه دی ښودلی. په کونړ کې د چادونې خبره داسې مهال کیږي، چې د یوشمیررسنیو د راپورونو له مخې پاکستان په کونړ او غزني ولایتونو کې تازه بریدونه کړي، خو د طالبانو سرچینې هغه رد کړل.

    - Advertisment -spot_img