د چین ولسمشر شي جین پینګ په بیجینګ کې له هغو امریکايي سوداګرو او د لویو شرکتونو له مشرانو سره وکتل چې په دغه هېواد ته یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سفر کې ملتیا کوله. شي وویل چې امریکايي سوداګر او شرکتونه د چین په اقتصادي اصلاحاتو او د دروازو په پرانیستلو کې ژور رول لري او دا همکاري د دواړو لوریو په ګټه ده. نوموړي ډاډ ورکړ چې چین به نه یواځې خپلې دروازې بندې نه کړي، بلکې د نړۍ او په ځانګړې توګه د امریکا د پانګونې پر مخ به یې لا پراخې کړي. هغه ټینګار وکړ چې په چین کې د امریکايي سوداګرو لپاره د فعالیت او ګټې ترلاسه کولو پراخ فرصتونه شتون لري او بیجینګ د دوه اړخیزو ګټورو همکاریو هرکلی کوي. دا په داسې حال کې ده چې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ پر سوداګریزو مسایلو بحثونه حساس پړاو ته رسېدلي دي. د چین دا مثبت پیغام ښيي چې هغوی غواړي د اقتصادي همکاریو له لارې سیاسي ترینګلتیاوې کمې کړي.



