افغان کرېکټ بورډ د افغانستان شل اووریز غوره لیګ(APLT20) د دویم پړاو د ترسراوي په موخه د لوبډلو د پلور لړۍ پیلوي. کرېکټ بورډ ویلي، چې دغه لړۍ د روانې مې میاشتې په ۱۵مه نېټه پيلېږي. کرېکټ بورډ زیاته کړې، چې په دې اړه به په یاده نېټه د پنځو اړونده لوبډلو د پلور د غوښتنلیکونو لړۍ پیل کړي، چې د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام ومومي. سرچینه ویلي، چې په دې پروګرام کې به نړیوال او افغان پانګوال او سوداګر ګډون وکړي. د کرېکټ بورد په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د غوښتنلیکونو د دې نوي او ستر پیل لومړی پړاو ټاکل شوی، په متحده عربي اماراتو کې، چې د دغه لیګ ترسراوي لپاره د نړۍ په کچه معیاري چاپېریال او نړیوالې اسانتیاوې لري. دا په داسې حال کې ده، چې دغو سیالیو د لومړي پړاو د غوښتنلیکونو لړۍ او د ډرافټ مراسم په هم یاد هېواد کې ترسره شوي وو.



