په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد اریوبي پر کونړ او سپین بولدک د پاکستاني پوځ وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې له نړیوالو او بشري قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. اریوبي له ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو غوښتنه کړې، چې د دغو تېریو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي، ترڅو په راتلونکي کې یې مخنیوی وشي. د راپورونو له مخې، په کونړ د پاکستاني پوځ په بریدونو کې د کونړ پوهنتون زیانمنېدو ترڅنګ لسګونه محصلین هم ټپيان شوي دي. طالبانو هم تایید کړې، چې یواځې په کونړ کې ۷ تنه وژل شوي او نږدې ۸۵ نور ټپیان دي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ بریدونه نوې خبره نه ده، خو د کونړ پوهنتون په نښه کول او د ملکي تلفاتو دومره لوړه کچه، په نړیواله کچه د پاکستان پر وړاندې فشارونه زیات کړي دي.



