د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ویلي، اروپایي هېوادونه باید په خپلو وړتیاوو تکیه او له خپلو ګټو دفاع وکړي. نوموي ټینګار کړی، چې د ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ لومړۍ دورې کې ډېری اروپایي هېوادونه په دې باور وو، چې وضعیت موقت دی او اساسي تغییراتو ته اړتیا نشه، خو اوس اړتیا ده چې اورپایان د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره ګډ اقدام وکړي. ماکرون ویلي، اوسنیو شرایطو کې اروپا پر امریکا د ښه متحد په توګه حساب نه شي کولی. نوموړي د اروپایانو ترمنځ د داخلي همکاریو په پیاوړتیا ټینګار کړی دی.



