سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پاکستاني ماشومانو په منځ کې د اېډز پېښې زیاتې شوې

په پاکستان کې د ماشومانو په منځ کې د HIV/AIDS پېښو چټک زیاتوالی د روغتیايي سیستم په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي، او کارپوهانو دا وضعیت اندېښمنوونکی بللی دی. د پاکستان پخواني د روغتیا وزیر، ظفر میرزا ویلي، چې په وروستیو پېښو کې طبي غفلت مهم رول لري. د هغه په وینا، په ځینو سیمو کې څو ماشومانو ته په یوه ستنه پیچکاري ورکړل شوې، چې له امله یې د ویروس د خپرېدو خطر زیات شوی دی. هغه د جنوبي پنجاب د تونسې سیمې یادونه وکړه، چېرته چې لسګونه کم‌عمره ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي، حال دا چې د هغوی مور او پلار په دې ناروغۍ نه وو اخته. دا ښيي چې ناروغي د طبي بې‌احتیاطۍ له امله خپره شوې ده. کارپوهانو ويلي، چې دا ستونزه یوازې په یوې سیمې پورې محدوده نه ده، بلکې په پنجاب، سند، بلوچستان او خيبرپښتونخوا کې هم ورته پېښې ثبت شوې دي. د راپورونو له مخې، په کراچۍ کې په یوه روغتون کې نژدې ۱۰۰ ماشومان په اېچ‌اې‌وي اخته موندل شوي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په اسیا کې د اېچ‌اې‌وي د خپرېدو تر ټولو چټکه کچه په پاکستان کې لیدل کېږي، چې دا د یوه احتمالي لوی روغتیايي بحران نښه بلل کېږي. کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د وینې د انتقال پر مهال د کافي ازموینو نشتوالی او د کارول شویو ستنو/ پیچکاریو بیا کارول د ویروس د خپرېدو خطر نور هم زیاتوي. هغوی ټینګار کوي، چې که ژر اقدامات ونه شي، وضعیت ښايي د وبا بڼه خپله کړي.

- Advertisment -spot_img