سویلي کوریا او جاپان اعلان کړی چې شمالي کوریا د خپل ختیځ ساحل په لور سمندر ته څو بالستیک توغندي توغولي دي. نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې شمالي کوریا دغه توغندي د دې هېواد د ختیځ ساحل ته نږدې د «سینپو» ښار له شاوخوا څخه توغولي دي. د راپورونو له مخې، دا اقدام د هغو پرلهپسې ازموینو وروستۍ بېلګه ده چې شمالي کوریا یې د خپلو پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره ترسره کوي. شمالي کوریا په روانه میلادي میاشت کې څلور ازموینې او په روان کال کې اووه د بالستیک توغندیو ازموینې ترسره کړې دي. هممهاله، سویلي کوریا اعلان کړی چې د شمالي کوریا له لوري د دغو توغندیو له توغولو وروسته یې بیړنۍ امنیتي ناسته ترسره کړې ده.



