نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان کې د ترکیې، مصر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو څلور اړخیزه غونډه شوې، چې په کې د سیمه ییز وضعیت او د ایران د جګړې پر پای خبرې شوې دي. د راپورونو له مخې، د دې غونډې مهم تمرکز د د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د نړیوالو کښتیو پر تګ راتګ د عادي کولو پر طرحو و. د راپورونو له مخې، په دې اړه ځینې وړاندیزونه امریکا ته هم وړاندې شوي دي. یوې ترکي ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي، چې د انقرې لومړیتوب په سیمه کې د اوربند تضمین دی او د کښتۍ خوندي تګ راتګ کولای شي د باور جوړونې مهم ګام وي. راپورونه زیاتوي چې ښايي د سیمې هېوادونه د هرمز تنګي د مدیریت لپاره ګډ میکانېزم یا کنسرسیوم جوړ کړي، څو د انرژۍ نړیوال بازار له احتمالي زیانمنېدو وساتل شي. دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ د سیمې پر امنیت او نړیوالو اقتصادي لارو ژور اغېز کړی دی.



