سه شنبه, مارچ 24, 2026
سه شنبه, مارچ 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کولمبیا کې د الوتکې لوېدو پېښه کې ۳۴ تنه وژل شوي

په کولمبیا کې د پوځ یوه الوتکه له الوتنې لږ وروسته غورځېدلې، چې له امله یې لږترلږه ۳۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د یاد هېواد د دفاع وزیر پېدرو سانچېز ویلي، چې دا «غمجنه پېښه» د هېواد په سوېل کې د پورتولېګیوسامو په سیمه کې رامنځته شوې، چې د پوتومايو ولایت پورې اړه لري. دغه سیمه د پېرو او اکوادور سره پوله لري. د پوتومايو والي جان ګابریل مولینا ویلي، چې په پېښه کې ۳۴ تنه وژل شوي او ۲۱ نور لاهم نه‌دي پېژندل شوي. د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، دا هرکولیس سي-۱۳۰ الوتکه وه، چې د لاکهيډ مارټن له لوري جوړه شوې او پوځیان یې د پوتومايو ولایت بل ښار ته لېږدول. د ياد هېواد دفاع وزیر زیاته کړې، چې الوتکه د الوتنې له ځایه یوازې شاوخوا ۱.۵ کیلومتره لرې لوېدلې ده. د هغه په وینا، په الوتکه کې د اورلګېدو له امله مهمات چاودېدلي، چې زیان یې نور هم زیات کړی دی. هغه ټینګار کړی، چې د «غیرقانوني ډلو د برید» هېڅ نښه نه‌ده لیدل شوې. د کولمبیا د هوايي ځواک قومندان کارلوس فرناندو سیلوا ویلي، چې د ټپیانو د لېږد لپاره دوه الوتکې، چې ۷۴ بستره لري، سیمې ته استول شوې، تر څو هغوی روغتونونو ته، په ځانګړي ډول پلازمېنې بوګوټا ته، انتقال کړي.

- Advertisment -spot_img