د تېلو په بیو کې له چټک کمښت وروسته، د نړیوالو بازارونو د سېشنبې په ورځ د سوداګرۍ په پیل کې د تېلو بیې بیا لوړې شوې، چې د یو بېرل بیه له ۱۰۰ ډالرو څخه زیاته شوه. د بازار د معلوماتو له مخې، د برینټ خامو تېلو بیې د نن سېشنبې په سهار ۶ بجې شاوخوا ۱۰۴ ډالرو ته لوړې شوې، چې د تېرې ورځې کمښت یې بېرته ترلاسه کړ. دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ بیې د پام وړ راټیټې شوې وې. راپورونه ښيي، چې د تېلو بیې د دوشنبې په ورځ له شاوخوا ۱۱۳ ډالرو څخه شاوخوا ۹۷ ډالرو ته راټیټې شوې. دا کمښت وروسته له هغه راغی چې ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو او د اسلامي جمهوریت د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو پیل اعلان کړ، هغه موضوع چې د بازار تمې یې اغېزمنې کړې. له دې سره نن د سوداګرۍ په پیل کې د بیو لوړوالی ښیي، چې د تېلو بازار لاهم د سیاسي بدلونونو او د اکمالاتو په اړه اندېښنو څخه اغېزمن شوی دی. د تېلو نړیوال بازار معمولاً د سیاسي او امنیتي پرمختګونو سره حساس وي او د خبرو اترو یا تاوتریخوالي په اړه هر ډول خبر کولی شي د بیو د تېز بدلون لامل شي. د لنډمهاله کمښت سره سره، د تېلو بیې د شخړې له پیل څخه مخکې په لوړه کچه پاتې دي.



