سه شنبه, مارچ 24, 2026
سه شنبه, مارچ 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ کرېکټ سیالۍ پيلېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ ويلي، چې د راتلونکې اپرېل میاشتې په دویمه به د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالیو شپږم پړاو پیل شي. کرېکټ بورډ ویلي، دغه سیالۍ به د اپرېل تر ۲۰مې پورې په کندهار او هلمند کې د پنځو زونونو (مس عینک، بند امیر، بست، سپین غر او امو) ترمنځ ترسره شي. په دغو سیالیو کې به د کورني کرېکټ قرارداد لرونکي، ولایتي لوبغاړي او د ۱۹کلنو ملي لوبډلې غړي هم برخه ولري. کرېکټ بورډ زیاته کړې، له دې وروسته به نورې ۲۰ اووریزې، یو ورځنۍ او څلور ورځنۍ سیالۍ هم و شي.

- Advertisment -spot_img