استرالیا او اروپایي ټولنې له اته کلونو اوږدو مذاکراتو وروسته یو سوداګریز تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د اروپایي توکو پر ډېری صادراتو تعرفې لرې او د استرالیا د حیاتي معدني موادو صادرات به پراخ شي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه تړون به د اروپایي ټولنې د توکو پر صادراتو تر ۹۹سلنې زیات تعرفې ختمې کړي. اټکل کېږي، چې دا تړون به د استرالیا اقتصاد ته هرکال شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالره ارزښت ولري. دواړو لورو همدا راز هوکړه کړې چې خپلې امنیتي او دفاعي همکارۍ پراخې کړي او د نړیوالو ګواښونو، انلاین افراطپالنې او د ترهګرۍ د تمویل پر ضد به استخباراتي معلومات شریکوي. دغه تړون په داسې حال کې رامنځته شوی، چې اروپایي ټولنه هڅه کوي له چین سره خپل اقتصادي تړاو راکم کړي او په هند-اقیانوسیه سیمه کې خپل حضور نور هم پیاوړی کړي.



