سه شنبه, مارچ 24, 2026
سه شنبه, مارچ 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

برېتانیا له افغانستان سره درې میلیون پونډ مرسته کوي

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره درې میلیون پونډ مرسته کوي. د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي پر خپله اېکس‌پاڼه خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې دغه مرسته به د اړینو تغذیوي توکو برابرولو او د طبیعي پېښو زیانمنو د ملاتړ لپاره ځانګړې شي. هغه زیاته کړې، چې دا مرسته د شاوخوا ۲۵۷ میلیون افغانیو معادل کېږي. نوموړي څرګنده کړې، چې له دې سره د روان مالي کال په ترڅ کې له افغانستان سره د برېتانیا د مرستو ټولیزه اندازه ۱۵۴ میلیون پونډ ته رسېږي. هغه ټینګار کړی، چې دغه مرسته به تر ټولو اړمنو کسانو ته ورسېږي. دا په داسې حال کې ده چې ریچارډ لینډسي څو ورځې وړاندې د طالبانو تر ولکې لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي وو چې له افغانانو سره به د برېتانیا مرستې دوام ولري.

- Advertisment -spot_img