د طالبانو کار او ټولنيزو چارو وزارت ښځينه کارګرو او ښوونکو ته د کار جواز ورکول هم تر امر ثاني پورې بند کړي دي. دوو ښځينه ښوونکو څخه، چې تازه د نجونو په ابتداييه ښوونځيو کې د ښوونکو په توګه مقررې شوې رسنيو ته ويلي، چې د تقرر له ټولې قانوني پروسې وروسته هم ورته د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار جواز له صادرولو ډډه کوي. دوی زیاتوي: «موږ د پوهنې وزارت د ښوونکو د تقرر ازموينې له لارې يو ابتدائيه ښوونځي کې مقررې شوې يو، خو د کار جواز نه راکول کېږي او دليل همدا دی، چې موږ د وزارت د هدايت پر اساس ښځينه ښوونکو ته د کار جواز نه صادرو.» دا مهال په ابتدائيه ښوونځيو کې لسګونه نوې مقررې شوې ښځينه ښوونکې له ورته برخلیک سره مخ دي، خو دا چې دغه بنديز د ښځو په زده کړو او کار له بنديز سره تړاو لري او که د کاري پروسيجر له وجې، معلومه نده.



