دوشنبه, مارچ 23, 2026
دوشنبه, مارچ 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عمان : د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د خوندي تېرېدو هڅې روانې دي

د عمان د بهرنیو چارو وزیر، بدر البوسعیدي ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي د هرمز تنګي له لارې د کښتیو او نفت‌لېږدونکو بېړیو د خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي. نوموړي د دوشنبې په ورځ (د وري په ۳مه) په اېکس پاڼه لیکلي: «پر دې سربېره چې د ایران په اړه بېلابېل نظرونه شته، دا جګړه د هغوی له لوري نه‌ده پیل شوې. اوسني وضعیت پراخ اقتصادي ستونزې رامنځته کړي او که جګړه دوام وکړي، حالت به لا پسې خراب شي.» د عمان د بهرنیو چارو وزیر، چې د ایران او امریکا ترمنځ په وروستیو خبرو کې د منځګړي رول هم درلود، دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرومپ له اعلان وروسته کړې دي. ټرمپ ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې له ایران سره رغنده خبرې شوې او له همدې امله یې د ایران پر برېښناکوټونو د احتمالي برید پرېکړه د پنځو ورځو لپاره ځنډولې ده. تر اوسه ایران له امریکا سره د خبرو شتون نه‌دی تائید کړی. د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي له پیل راهیسې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو او نفت‌لېږدونکو بېړیو تګ راتګ په څرګند ډول کم شوی، چې له امله یې په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. تر دې مخکې، ډونالډ ټرمپ ایران ته ۴۸ ساعته مهلت ورکړی و چې د هرمز تنګي پرته له ګواښ څخه پرانیزي؛ که نه، نو د ایران برېښنايي تاسیسات به په نښه شي. ایران هم ویلي و چې په ځواب کې به د اسرائیل برېښنايي او د سیمې د ځینو هېوادونو د انرژۍ تاسیسات هدف وګرځوي.

- Advertisment -spot_img