چهارشنبه, مارچ 18, 2026
چهارشنبه, مارچ 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پر کابل د پاکستان د بمبارۍ په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وشوه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په افغانستان کې د معتادانو د درملنې پر یوه مرکز د خونړۍ چاودنې په اړه د خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه. د دې ادارې ویاند ثامین الخیطان په جنیوا کې خبریالانو ته وویل: «د تېرې شپې غمجنه چاودنه باید ژر، خپلواکه او په شفاف ډول وڅېړل شي او مسوول کسان باید د نړیوالو معیارونو له مخې حساب ورکړي.» هغه پرون (سې شنبې) همداراز وویل چې «د دې څېړنې پایلې باید عامو خلکو ته وړاندې شي» او ټینګار یې وکړ چې قربانیان او د هغوی کورنۍ د تاوان اخیستلو حق لري. د عیني شاهدانو په وینا، په کابل کې د روغتون په سیمه کې «هر څه ویجاړ شوي» وو او سلګونه کسان د خپلو بې درکه شویو خپلوانو په لټه کې وو. الخیطان وویل چې د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې «ملکي وګړي او ملکي تاسیسات په کلکه خوندي دي» او روغتیايي مرکزونه ځانګړې ساتنه لري. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. پاکستان د سې‌شنبې په ورځ وویل چې تېره شپه یې په کابل او د ننګرهار ولایت کې د افغانستان پر پوځي تاسیساتو دقیق هوايي بریدونه کړي، او دا ادعا یې رد کړه چې د مخدره موادو د درملنې مرکز یې په نخښه کړی دی. الخیطان وویل چې ۲۸۹ افغان ملکي وګړي، چې ۱۰۴ ماشومان او ۵۹ ښځې پکې شاملې دي، وژل شوي یا ټپیان شوي، او لسګونه زره نور بې‌ځایه شوي دي. هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې هم ډېر خلک له خپلو کورونو تښتېدلي او ښوونځي تړل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر تورک د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه کړې، د ملکي وګړو د خوندیتوب ټینګار یې کړی او له ټولو خواوو یې غوښتي چې اړمنو ته د مرستو رسېدا یقیني کړي.

- Advertisment -spot_img