چهارشنبه, مارچ 18, 2026
چهارشنبه, مارچ 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پاکستان له بندخونو ۳۰۰ افغانان خوشي شوي

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په دوام، د طالبانو تر ولکې لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د پاکستان له بندخونو ۳۰۰ افغانان ازاد شوي دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې دا کسان له تېرې یوې اوونۍ راهیسې ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې د کندهار د کډوالو چارو ریاست د سپین بولدک لېږد امریت د راپور له مخې لیکل شوي، چې دغه کسان له یوې ورځې تردوو میاشتو بندیان وو، چې تر ازادېدو او په دغه امریت کې تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي. له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او په جبري توګه رالېږل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي. بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارو بار بار له پاکستانه غوښتي، چې هلته د افغانانو پر وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي او په جبري توګه یې افغانستان ته ستنول ودروي. خو پاکستاني چارواکو ټینګار کړی، چې دوی به له خپلې خاورې ټول افغان کډوال وباسي. د یادولو ده، چې روان کال له ایران څخه هم د افغان کډوالو جبري راستنول زیات شوي وو.

- Advertisment -spot_img