د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونو د ایران د عالي امنیت شورا منشي، علي لاریجاني، د سېشنبې په ورځ (د کب په ۲۶مه) سهار مهال وژلی دی. نتانیاهو په خپل ویډیويي پیغام کې ویلي چې لاریجاني د سپاه پاسداران مشر و او دا بنسټ یې «یوه مافیایي شبکه» بللې، چې په عملي توګه ایران اداره کوي. هغه زیاته کړې، چې د اسرائیل پوځ د ایران د بسیج ځواک قومندان هم په نښه کړی او وژلی یې دی. د اسرائیل لومړي وزیر ټینګار کړی، چې د دغو بریدونو موخه د ایران د نظام کمزوري کول دي، څو «د ایران خلکو ته دا فرصت برابر شي، چې خپل برخلیک پهخپله وټاکي.» هغه ویلي: «دا لار اسانه نهده او په یوه شپه کې پایله نهورکوي؛ خو دوام یې کولی شي خلکو ته دا زمینه برابره کړي، چې خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلي.» د اسرائیل پوځ هم اعلان کړی، چې علي لاریجاني د دغه هېواد په بریدونو کې وژل شوی دی. دغه بنسټ ادعا کړې، چې لاریجاني د ایران د مشر له مړینې وروسته «فعلي رهبر» ګڼل کېده. تر اوسه د ایران حکومت د علي لاریجاني د وژل کېدو په اړه کوم رسمي غبرګون نهدی ښودلی.



