وروسته له هغه چې د امریکا د ملي ترهګرۍ پر ضد مرکز مشر جوکینټ روانه میلادي میاشت له خپلې دندې استعفا ورکړه، د ټرمپ پر وړاندې یو ځل بیا سختې نیوکې راپورته شوې دي. د دغه هېواد د سنا مجلس استازي مګګورون یې غبرګون کې پر ډونالډ ټرمپ سختې نیوکې کړې او د هغه کړنې یې ناسمې بللې دي. د راپورنو له مخې، کینټ چې د عراق جګړې اوږده تجربه لري ویلي، چې ایران د امریکا لپاره «هېڅ ګواښ» نه و او پر دغه هېواد یې برید پر امریکا د اسراییلو د فشار له امله بللی دی. د امریکا د سنا جرګې استازي مکګرون ویلي:«ټرمپ دروغ ویلي او امریکايي سرتیري یې مړه کړل». کینټ ویلي د خپلې مېرمنې په ګډون چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د سوریې په جګړه کې ووژل شوه، نه غواړي نور امریکايي سرتیري داسې جګړې ته واستوي، چې ګټه یې امریکایانو ته نه رسیږي. د کینټ څرګندونې د جمهوري غوښتونکو له سخت غبرګون سره مخ شوې او هغه یې د یهودولۍ پر ضد څرګندونو تورن کړی دی.



