د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي بیجینګ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکوي او هڅه کوي دواړه لوري اوربند ته وهڅوي. د خبرپاڼې له مخې، همدارنګه د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازی د دواړو هېوادونو ترمنځ په تګ راتګ بوخت دی او د چین سفارتونه له طالبانو او اسلام اباد سره نږدې تماسونه لري، څو د اړیکو د ښه کېدو او شخړو د کمېدو لپاره زمینه برابره کړي. چین هیله ښودلې، چې طالبان او پاکستان به له زغمه کار واخلي، ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل کړي اوربند ته ورسېږي او خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي. تراوسه طالبانو او پاکستان د چین د دغې هیله مندۍ او غوښتنې په اړه رسمي ځواب نه دی ورکړی، خو راپورونه ښيي چې پاکستان پر افغانستان خپل بریدونه روان ساتلي دي. همدا تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستان د افغانستان ګڼ پر کرښه پراته ولایتونه بمبار کړي، چې له امله یې لسګونه کورونه ویجاړ، ۴ افغانان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي، چې روغتیایي حالت یې نازک ښودل شوی دی.



