سه شنبه, مارچ 17, 2026
سه شنبه, مارچ 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

مجاهد: د خبرو او ډیپلوماسۍ وخت پای ته رسېدلی، له پاکستانه به هرومرو غچ اخلو

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه په یوه مرکه کې پر کابل د پاکستان د دوشنبې د شپې هوایي یرغل ته سخت غبرګون ښودلی دی. هغه ویلي چې: “اوس له اسلام ‌اباد سره د ډيپلوماسۍ او خبرو وخت نه‌ دی، بلکې طالبان به هرومرو غچ اخلي. مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «پاکستان پوځي رژیم د افغانانو پر وړاندې په بریدونو کې د اسرائیلو له تکتیکونو کار اخلي، چې روغتونونه او ملکي ځایونه نښه کوي او وحشت رامنځته کوي.» تر دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي. ذبیح الله مجاهد داسې مهال دا سخت غبرګون ښيي، چې تازه پاکستان پوځيانو پر کابل او ننګرهار هوایي بریدونه کړي او کابل کې یې د معتادینو روغتون په نښه کړی دی. د ورورستیو مالوماتو له مخې په دغه هوایي برید کې تر ۴۰۰ معتادین مړه او ټپیان دي، چې ځینې مړي اوس هم تر خاورو لاندې دي او د ایستلو هڅې یې روانې دي. بل لور ته ‏د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تایید کړه، چې په کابل کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر ۱۰۰۰ بستریز روغتون د پاکستاني الوتکو په تېرې شپې برید کې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه بې‌ګناه روږدي وژل شوي دي. د یاد وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، چې تر اوسه د ۲۰۰ کسانو جسدونه موندل شوي او د ۱۷۰ په شاوخوا کې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د نوموړي په وینا، د ژغورنې ټیمونه لا هم په سیمه کې تر خاورو لاندې د کسانو په لټه کې دي. هغه وایي دا شمېرې وروستۍ نه دي او د مړو شمېر د لوړېدو په حال کې دی. زمان زیاته کړې، چې د دغه ستر روغتون ډېرې برخې او روغتیايي څانګې په بشپړ ډول له منځه تللي او طبي تجهیزات یې تخریب شوي دي. ورته وخت کې پخواني طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف پر کابل د پاکستاني پوځيانو د دوشنبې شپې هوایي یرغل ته په غبرګون کې ویلي ،چې «ناځوانه دوښمن» یعنې پاکستان یو ځل بیا په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز برید کړی او ګڼو ناروغانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. هغه زیاته کړې: «داسي کړنې کټ مټ د اسرائیلو په شان د غزې د مظلومانو پر وړاندې کړنو ته ورته دي». هغه په ټینګار سره ویلي، په‌ کار ده چې پاکستان په نړیواله کچه محکوم شي.کرزی تأکید کرده است که اگر پاکستان خواهان ثبات منطقه است، باید سیاست‌های خود را اصلاح کرده و روابط با افغانستان را بر پایه اصول همسایه‌گی و تعامل متمدنانه تنظیم کند.



- Advertisment -spot_img