تازه کابل ښار کې پر اسمان د جېټ الوتکو د الوت او د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د کابل یو شمېر اوسېدونکو د ویډیوګانو په استولو سره ویلي، چې د نادرخان تپه ـ هغه ځای چې د طالبانو د هوايي دفاع سیستم په کې ځای پر ځای شوی بمبار شوې ده او د درنو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي. تر کابل وروسته د پاکستان جټ الوتکو د ننګرهار ګڼ شمېر ولسوالۍ هم بمبار کړې دي. عیني شاهدانو ویلي چې دا بمبارۍ په اچین، شینوارو او کرښې ته نږدې ولسوالیو کې شوې دي. تراوسه د پاکستان د دغو بمباریو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې راپور نشته دی. بلخوا د طالبانو د ملي دفاع وزارت ویلي، پاکستاني پوځي رژیم هڅه کوي د کابل فضا ګډه وډه کړي، خو افغان دفاعي ځواکونه د دغو هڅو د شنډولو لپاره د پاکستاني الوتکو پر لور ډزې کوي. وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، دا اقدام د دې لپاره ترسره کېږي، تر څو د پاکستان الوتکې خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي. چارواکو خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د اندېښنې اړتیا نشته او د هېواد دفاعي ځواکونه د فضا د امنیت د ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري. د طالبانو ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د پېښې پخلی کړی او په تازه ټويټ کې یې ویلي، چې پاکستاني پوځي رژيم یوځل بیا د افغانستان په حریم تجاوز وکړ او په کابل کې یې د معتادینو روغتون هدف وګرځاوه چې په کې ګڼ شمیر ملکي کسان چې اکثره د معالجې لاندې معتادین دي شهیدان او ټپيان شوي دي. موږ دغه جنایت په کلکو ټکو غندو او دا ډول عمل د ټولو منل شوو اصولو خلاف بشر ضد عمل بولو.



