سه شنبه, مارچ 17, 2026
سه شنبه, مارچ 17, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بینټ: کابل کې پر روغتون برید د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه ده

‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ په افغانستان کې د پاکستان د تازه هوايي بریدونو او د هغې له امله د ملکیانو پر مرګ‌ژوبلې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. بېنیټ ویلي، چې په افغانستان کې د پاکستان د تازه هوايي بریدونو د راپورونو له امله سخت اندېښمن دی. نوموړي په ځانګړې توګه د ملکیانو او ملکي تاسیساتو لکه روغتونونو پر خوندیتوب ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې، چې نړیوال قوانین دې مراعات شي. هغه پر ښکیلو غاړو غږ کړی، چې له اعظمي زغم څخه کار واخلي او د کړکېچ د کمولو لپاره دی هڅې وکړي. ریچارډ بېنیټ د دغو بریدونو له امله د قرباني شویو افغانانو له کورنیو سره خپله غمرازي شریکه کړې ده. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت یاد برید ته په غبرګون کې ویلي، چې په کابل کې د “امید” په نوم د معتادینو د درملنې پر ۲ زره بستریز روغتون د پاکستاني پوځ په تېر ماخوستني هوايي برید کې د وژل شویو شمېر ۴۰۰ تنو ته لوړ شوی دی. فطرت ویلي چې تر دې مهاله د ۴۰۰ تنو جسدونه موندل شوي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان ټپیان دي. نوموړی ویلي، چې د مړو د شمېر د لا زیاتېدو وېره شته، دغه ۲ زره بستریز لوی روغتون چې د زرګونو کسانو د درملنې هیله وه، د بمبارۍ له امله یې زیاتې برخې په بشپړ ډول له منځه تللې دي. فطرت زیاتوي؛ په سیمه کې د ژغورنې ټیمونه لا هم بوخت دي ترڅو تر خاورو لاندې پاتې جسدونه راوباسي.

- Advertisment -spot_img