د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار په خپلو تازه څرګندونو کې پر طالبانو او مذهبي توندلارۍ نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د خلکو له حقوقو (حق الناس) څخه محرومول او بیا د ثواب ادعا کول یو لوی منطقي او شرعي تضاد دی. نوموړی وایي چې لمونځ او روژه د انسان او خدای ترمنځ معامله ده، خو عدالت، د نجونو حقوق او له خلکو سره مشوره “حق الناس” دي، چې الله تعالی ترې هیڅکله نه تېرېږي. حکمتیار ویلي چې یواځې ږیره، مسواک او د خوب طریقه سنت نه دي، بلکې د حضرت محمد ص په پل، پل اېښودل په دې کې دي چې د هغه په څېر عدالت وکړو، د ښځو حقوق ورکړو او علم ته لومړیتوب ورکړو. هغه یادونه کړې چې پیغمبر ص د مدینې میثاق د یهودو او مشرکانو په مشوره ترتیب کړی و، خو نن سبا د مسلمانانو په خوښه او مشوره لا عمل نه کېږي. نوموړی وایي چې الله تعالی حتی پیغمبر ص په مشوره کولو ملزم کړی و، نو دا څنګه کېدای شي چې اوسني چارواکي ځانونه تر پیغمبر ص هم لوړ وبولي او د خلکو مشوره بابېزه وګڼي. دا په داسې حال کې ده چې د دوی په وينا د طالبانو مشر له ځان پرته د هيچا مشوره او خبره نه مني او ځان يو کامل انسان بولي.



