کاناډا او پنځو نورډیک هېوادونو هوکړه کړې، چې د پوځي صنعتي تولید او دفاعي تجهیزاتو په پېرلو کې خپله همکاري نوره هم زیاته کړي. دا اقدام د کاناډا د صدراعظم مارک کارني د هغې پراخې هڅې برخه ده چې غواړي نوې نړیوالې اړیکې پیاوړې کړي. کارني هڅه کړې، چې له چین، د لوېدیځې اسیا له هېوادونو، هند او اروپا سره اړیکې نږدې کړي، څو کاناډا پر امریکا خپله تکیه کمه کړي او د منځنیو ځواک لرونکو هېوادونو پر بنسټ سوداګریز نظام ته وده ورکړي. د ناروې، سویډن، ډنمارک، فنلنډ، ایسلنډ او کاناډا مشرانو پرون په اوسلو کې غونډه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دفاعي لګښتونو په برخه کې به لا زیاتې همغږۍ ته دوام ورکړي څو اغېزمنتیا زیاته او ګډ امنیت پیاوړی شي. ښاغلي کارني ویلي، چې د دفاعي تجهیزاتو ګډ پېرل به د مالیه ورکوونکو لپاره ښه ارزښت ولري او د خلکو د خوندیتوب کچه به لوړه کړي.



