د نورستان ولايت رسنيز دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، پاکستاني پوځيانو د نورستان ولایت، په کامدیش ولسوالۍ کې د یو ملکي وګړي کور په توپونو ویشتلی. اعلاميه کې راغلي، په دغه بريد کې يو تن وژل شوی او کور په بشپړه توګه سوځېدلی دی. دغهراز اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې، د پاکستاني پوځ د بريدونو له ويرې له کامديش او برګمټال ولسواليو څخه ګڼشمېر کورنۍ نورو سيمو ته ګډې شوي، چې دا مهال بشري مرستو ته اړتيا لري. کډوالې کورنۍ له اړوندو مسئولينو او مرسته کوونکو بنسټونو غواړي، چې مرستې ورسره وکړي. د نورستان لپاره د طالبانو چارواکو ويلي، چې له يادو کورنيو سره د لومړنيو مرستو په موخه ٢٠٠٠ بورۍ غنم ځانګړي شوي، چې په رسېدو سره به يې په اړوندو کورنيو ووېشل شي. بل پلو تېره شپه خوست کې هم د پاکستاني پوځ په بريدونو کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.



