د طالبانو تر ولکې لاندې ستره محکمې خبر ورکړی، د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ۲۱ مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده. د يادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو ۲۱ تنو ته د نشهیي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، هيروينو، ترياکو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو تعزیري سزا ورکړل شوې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر څلورو کالو او درېيو میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.



