د طالبانو د دفاع وزارت اعلان کړی، چې په کندهار کې د پاکستان د تېرې شپې د بریدونو په ځواب کې، د دغه وزارت ځواکونو د سوېلي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پاکستان د ځانګړو ځواکونو یوه «پوځي اډه» په نښه کړې ده. دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د کب په ۲۴مه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دې برید کې د پاکستان د کومانډو ځواکونو ودانۍ او نور «مهم تاسیسات» په نښه شوي او ډېره برخه یې ویجاړه شوې ده. د طالبانو دفاع وزارت زیاته کړې، چې د دغو عملیاتو په پایله کې پاکستاني سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. ځایي رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان جنګي الوتکو تېره شپه په دغه ولایت کې د طالبانو د مشر د ځانګړو ځواکونو یو واحد په نښه کړی و. دا بدلونونه ښيي، چې د افغانستان په سوېلي او سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ او متقابل غبرګونونه لا هم دوام لري.



