یکشنبه, مارچ 15, 2026
یکشنبه, مارچ 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان کندهار کې ٣ ځایونه په نښه کړي

پاکستان وایي چې د دې هېواد هوايي ځواکونو د شنبې په شپه (۲۳ حوت) د کندهار ښار درې سیمې بمباري کړې دي. ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي، چې پاکستان د کندهار ښار په دیارلسمه ناحیه کې د طالبانو د مشر ملاهبة الله اخوندزاده د ځانګړو ځواکونو پر مرکز بمباري کړې ده. دا برید داسې مهال شوی، چې افغان دفاعي ځواکونو د پاکستان د وړمې ورځې د بمباریو په غبرګون کې پرون (شنبې) د پاکستان لږ ترلږه درې پوستې ونیولې او یو شمېر پاکستاني پوځیان یې ووژل. همداراز د جمعې په ورځ یې اسلام اباد ته څېرمه د فیض اباد په سمیه کې د حمزه پر پوځي تاسیساتو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وکړل. د طالبانو حکومت تراوسه پورې په کندهار کې د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

- Advertisment -spot_img