د هند حکومت د شنبې په ورځ د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید بشپړ درناوی وشي. د هند د باندنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال وویل: «هند د پاکستان هغه هوايي بریدونه غندي، چې د افغانستان په خاوره کې ترسره شوي او د څو ملکي وګړو د وژل کېدو او د ملکي تاسیساتو د ویجاړېدو سبب شوي دي.» هغه زیاته کړه: «دا د پاکستان د واکمنو بنسټونو له لوري یو بل تېری دی، چې لا هم د یو خپلواک افغانستان له مفکورې سره دښمني لري.» جیسوال دا څرګندونې د رسنیو د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې د پاکستان له لوري پر افغانستان د ترسره شوي هوايي برید په اړه شوې وه. هغه ويلي: «هند یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باید په بشپړه توګه رعایت شي.» په وروستیو اوونیو کې د پاکستان پوځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ په ترڅ کې د افغانستان دننه څو هوايي بریدونه کړي دي. په وروستيو هوايي بریدونو کې، چې په کابل، پکتیکا، کندهار او پکتیا کې وشول، لږترلږه ۴ ملکي وګړي ووژل شول او تر لسو ډېر نور ټپیان شول. همداراز په کندهار کې د کام اییر خصوصي هوايي شرکت او څو نړیوالو ادارو د تېلو مخزنونه ویجاړ شول، چې د لکونو ډالرو زیات یې پېښ کړ. ملګروملتونو هم د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله تایید کړه.



